خداي خبـر چي ما به یـادوي که نه
لوبي په تصویر به مي کوي که نه
زه خو ئې په ژړا ژړا پاګل کړمه
غم ته دې لږ ووایه چـې ځي کنه
مرګه که راځي نو هله اوس راشه
تا نه که ډار وي د چا به وي کنه
غلـــــي رانه لاړې او بیخي لاړې
دومره خو سړې څوک خبروي کنه
مـــا نه به دې نـــوې غزل غوښتو
اوس درته ټپې څوک اوروي که نه
زر راځه که ګورې مي نا وخته دې
بس دې جنازه مي درنه وړي کنه
یه ګرانې همزولي دې په ټوقو کښې
تا په خپل وصال چې زوروي کنه
Khudai Khabar Che Maa Ba Yadawi KanaLoby Pa Tasweer Ba Me Kawi Kana
Za Kho Ye Pa Jarha Jarha Pagal Krhama
Gham Ta De Lag Owaya Che Zii Kana
Marga Ka Raze No Hala Os Rasha
Sta Na Ka Dar V Da Chaa Ba V Kana
Ghale Rana Laarhe Ao Bekhi Larhe
Dumra Kho Sare Sok Khabrawi Kana
Maa Na Ba De Nawe Ghazal Oghukhto
Os Drta Tappy Sok Awrawi Kana
Zar Raza Ka Gore Me Nawakhta De
Base De Janaza Me Drna Wrhi Kana
Ya Grane Hamzole De Pa Toqo K
Taa Pakhpal Wisal Che Zorawi Kana
No comments:
Post a Comment